د بلوچستان د کوټې ښار اړوند د سورینج سیمې د سکرو په یوه کان کې د مېتان ګاز د چاودنې له امله ۳۴ مړه شوي کان کانکېندونکي پښتانه دي. د کانکېندونکو د ټولنې په وینا، قربانیان پښتونخو اوسېدونکي وو او ډېری یې د شانګلې ولسوالۍ د میا کلي پورې تړاو درلود.
د مسوولینو په وینا، ډېری مړه شوي کارګران ځوانان او زدهکوونکي وو، چې د دوبي د رخصتیو پر مهال یې د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره په کانونو کې کار ته مخه کړې وه.
بلخوا، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې له امله خواشیني څرګنده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د کلونو کلونو راهیسې په پښتونخوا او بلوچستان کې پر طبیعي شتمنیو د پنجاب حکومت ولکه ترلاسه کړې، چې شتمني او غم یې د پښتون او بلوچ او ګټه یې پنجاب ته رسېږي.
