نړۍ

ایچ‌ ار‌ اف: پاکستان دې کشمیر کې د اعتراض کوونکو پر ضد د زور کارول ودروي

د بشري حقونو بنسټ (HRF) ویلي، پاکستان په کشمیر کې د سوله‌ییزو او بې‌وسلې اعتراض کوونکو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د زور کارونې له امله په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

دغه بنسټ پر اېکس خپره کړې اعلامیه کې د اعتراض کوونکو پر ضد د تاوتریخوالي غندنه کړې او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د اعتراضونو پر وړاندې زورزیاتی پای ته ورسوي، د ګرځنده مخابراتو بند شوي خدمتونه بېرته فعال کړي او د زور د هر ډول ناقانونه کارونې په تړاو شفافه او قانوني حساب ورکونه یقیني کړي.

ایچ‌ ار‌ اف ټینګار کړی، چې د سوله‌ییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو له تاوتریخوالي ډکې لارې د منلو نه دي او د هغو کسانو پر وړاندې باید قانوني چلند وشي چې د دغو پېښو مسؤلیت لري.

د بشري حقونو دغه بنسټ له پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د اعتراض کوونکو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او د وروستیو خونړیو پېښو په اړه یوه خپلواکه، شفافه او باوري څېړنه ترسره او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *