د پکتیا له مرکز ګردېز ښار څخه خوست ته د غځېدلي سړک د یوې ۱۷ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې د ۱۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د پکتیا د ټولګټو چارو مسوولین وایي، د سړک دغه برخه د ګردېز ښار له خوست اډې څخه تر غلګي سیمې پورې غځېدلې او اووه متره سور لري، چې د بیارغونې په پروژه کې د یوه لوی پل جوړول او په ځینو برخو کې د استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.
د پکتیا د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، په سټوکنډو سیمه کې د همدې سړک د نورو تخریب شوو برخو د بیارغونې چارې به هم ژر پیل شي.
بلخوا، د پکتیا او خوست ترمنځ موټر چلوونکي وايي، د دغه مسیر د سړک خرابوالي په وروستیو کې د دوی تګ راتګ ستونزمن کړی او د موټرو د زیانمنېدو ترڅنګ یې د ټرافیکي پېښو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.
