افغانستان

د منع شوو وسلو د استعمال وېره؛ د پکتیا په څمکنیو کې د پاکستان د هوایي برید ټپیان لاهم د درملنې له جدي ستونزو سره مخ دي

ځایي خلک رڼا ته وایي، چې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ پر مداخېلو کلي د پاکستاني پوځ د هوایي برید دوه نیمې میاشتې تېرې شوې، خو د یادې پېښې ګڼ ټپیان لاهم د خپلو ټپونو له امله له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه بمبارۍ کې ۱۱۲ کسان ټپیان شوي وو، چې یو شمېر یې لا هم د ټپونو د نه جوړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. د ټپیانو له ډلې د حاجي بسم الله خان مور بي بي هم، چې په دغه برید کې ټپي شوې وه، نن د خپلو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د سیمې د خلکو په وینا، په پرله‌پسې ډول د ټپیانو د مړینې پېښې رامنځته کېږي او له دوو نیمو میاشتو راهیسې په جوماتونو کې د شهیدانو د فاتحو لړۍ هم روانه ده.

د دوی په وینا، د ټپیانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې حتی د پانسمان لپاره د عادي پايودین د اخیستلو توان نه لري.

همداراز ځایي خلک د طالبانو حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ټپیانو له کورنیو سره د هغوی د درملنې په موخه بېړنۍ مالي مرسته وکړي، څو د درملو، پانسمان او نورو روغتیايي اړتیاوو لګښتونه پرې برابر کړي.

ځایي خلک او زیانمن شوي وایي، چې پاکستاني پوځ په دغه بمبارۍ کې منع شوې وسلې کارولې دي او له نړۍوالو او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې د دې برید په اړه خپلواکه څېړنه وکړي او د ملکي وګړو د زیانمنېدو موضوع وڅېړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *