افغانستان

یونیسف: وروستیو سېلابونو افغانستان کې لسګونه کسان مړه او سلګونه کورونه زیانمن کړي

یونیسف وايي، د جولای له ۲۰مې د اګست تر ۳مې پورې په مرکزي او ختیځ افغانستان کې پرله‌پسې ناڅاپي سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په نورستان کې پارون تر ټولو زیانمنو سیمو څخه دی، چې ۲۴ کسان پکې مړه او ۱۲۵ نور ټپیان شوي او یو شمېر کسان لا هم نادرکه دي.

یونیسف وايي، په پارون کې ۱۲۰ کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي او روغتیايي مرکزونه، پلونه، سړکونه، کرنیزې ځمکې او د اوبو شبکې هم زیانمنې شوې دي.

د راپور له مخې، د اګست په درېیمه په نورستان کې د برګ‌مټال ولسوالۍ سېلابونو ۱۹۱ کورونه هم ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

په مرکزي سیمو کې بیا سېلابونو د نهو ولایتونو ۳۱۶ کورونه زیانمن کړي، دوه کسان یې وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. شاوخوا ۱.۶ میلیونه متره مربع کرنیزه ځمکه او ۱۷ ښوونځي هم زیانمن شوي دي.

یونیسف خبرداری ورکوي، چې سېلابونو ښايي ناچاودېدلي توکي له ځمکې راایستلي وي، چې له امله یې د اغېزمنو سیمو د اوسېدونکو او بشري مرستندویانو لپاره د خوندیتوب خطرونه زیات شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *