ځانګړي خپرونې

د وزیرستان د چلغوزو فصل؛ د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

په شمالي او سویلي وزیرستان کې د چلغوزو د راټولولو موسم پیل شوی، خو د سیمې زرګونه کورنۍ د امنیتي محدودیتونو له امله اندېښمنې دي، چې غرنیو او ځنګلي سیمو ته به د تګ اجازه ورکړل شي که نه.

د ځايي خلکو په وینا، چلغوزي د سیمې د ډېرو کورنیو د کال د عاید مهمه برخه جوړوي او د خوراک، زده کړو، درملنې او نورو لګښتونو لپاره پرې تکیه کېږي. د رسمي معلوماتو له مخې، په شمالي او سویلي وزیرستان کې هر کال د شاوخوا ۱۴ میلیاردو پاکستانۍ روپیو په ارزښت چلغوزې تولیدېږي.

خلک له حکومته غواړي، چې د امنیتي ادارو، ملکي ادارې او ځنګلاتو ادارې ترمنځ د همغږۍ له لارې ورته یوه ټاکلې او خوندي موده ورکړي، څو خپل فصل راټول او خپلو سیمو ته بېرته ستانه شي.

دوی وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د محدودیتونو او د سیمه‌ییز تجارت د کمېدو له امله د عاید سرچینې لا مخکې محدودې شوې دي او که د چلغوزو د راټولولو مخه هم ونیول شي، زرګونه کورنۍ به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د وزیرستان اوسېدونکي ټینګار کوي، چې د امنیتي تدابیرو د ختمېدو غوښتنه نه کوي، بلکې غواړي د امنیت او خلکو د روزګار ترمنځ داسې حل وموندل شي چې دواړه خوندي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *