افغانستان

یونیسف: په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) نن چهارشنبه (د اکتوبر ۱۴مه) په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

یونیسف د څو افغان نجونو کیسې بیان کړې، چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله یې خپل خوبونه نیمګړی پاتې شوي دي.

یونیسف د شفیقه په نوم د یوې افغانې نجلۍ کیسه بیان کړې، چې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له امله یې د ډاکټرې کېدو خوب نیمګړی پاتې شوی دی.

د راپور له مخې، شفیقه په ۲۰۲۱ کال کې یوازې لس کلنه وه او شپږم ټولګی یې بشپړ کړی و، خو د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له لګېدو وروسته یې ونه شوای کولای خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. هغې ان د دې لپاره شپږم ټولګی بیا تکرار کړ، چې په ښوونځي کې پاتې شي.

شفیقه وايي، غوښتل یې ډاکټره شي، خو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته یې د وخت تېرولو لپاره د هنر زده‌کړې پیل کړې او کله چې دا فرصت هم ترې واخیستل شو، د کمپیوټر زده‌کړو ته یې مخه کړه. خو په پای کې له دغو فرصتونو هم بې‌برخې شوه.

د یونیسف په راپور کې د رابعې په نوم د یوې بلې ۱۴ کلنې نجلۍ کیسه هم بیان شوې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې شپږم ټولګی بشپړ کړی دی.

رابعه وايي، په کور کې پاتې کېدو یې پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی او غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي، څو د قابلې په توګه د ښځو مرسته وکړي او ژوند یې وژغوري.

دغه راز، د ماهرې په نوم یوه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په اتم ټولګي کې وه، کله چې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو دروازې وتړل شوې، اوس هم په کور کې خپل کتابونه ساتي او د شپې له خوا د کورنیو کارونو له بشپړولو وروسته خپلې پخوانۍ درسي موضوعګانې لولي.

یونیسف خبرداری ورکړی، چې له زده‌کړو د نجونو محرومول نه یوازې د هغوی پر راتلونکي او رواني روغتیا اغېز کوي، بلکې د افغانستان پر روغتیايي وضعیت هم منفي پایلې لرلای شي.

د دغه سازمان په وینا، افغانستان لا هم د ماشومانو د مړینې له لوړو کچو سره مخ دی او هر کال زرګونه میندې د امیندوارۍ او زېږون اړوندو ستونزو له امله مري. د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت او د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو دوام د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا ستونزمنولای شي.

یونیسف وايي، په افغانستان کې د لومړنیو زده‌کړو او ټولنیزو زده‌کړو ملاتړ کوي، ښوونځي جوړوي او بیارغوي، ښځینه ښوونکې روزي او د زده‌کړو اړین توکي برابروي؛ خو ټینګار کوي چې نجونو ته باید د منځنیو او لوړو زده‌کړو حق بېرته ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *