د هند دفاع وزارت وايي، تاجکستان او ترکمنستان د دغه هېواد د آکاش په نوم د هوايي دفاع منځني واټن ویشتونکو توغندیزو سیستمونو پېرودونکي شوي دي.
د ډیپلومات خپرونې د راپور له مخې، د هند دفاع وزیر راجېش کمار سینګ د اکتوبر په لومړیو کې د آکاش توغندیز سیستم د هند د دفاعي صنعت یوه بریالۍ لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي، چې دغه سیستم ارمنستان، تاجکستان او ترکمنستان ته صادر شوی دی.
د راپور له مخې، ارمنستان د دغو سیستمونو لومړنی بهرنی پېرودونکی و، چې د هند له خوا ورته د توغندیزو سیستمونو څو بطرۍ صادرې شوې دي.
د هند دفاعي څېړنو او پراختیا سازمان او د دغه هېواد دفاع وزارت هم تاجکستان او ترکمنستان د آکاش سیستم د پېرودونکو په نوملړ کې شامل کړي، خو د منځنۍ اسیا دغو دوو هېوادونو تر اوسه په دې اړه په عامه توګه څه نه دي ویلي.
د دغو توغندیزو سیستمونو د شمېر، بیې او سپارلو د وخت په اړه هم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د ډیپلومات په وینا، د هند او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پراختیا ښيي چې په سیمه کې هېوادونه هڅه کوي د پوځي تجهیزاتو په برخه کې پر روسیې خپله تکیه کمه او له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
