افغانستان کلتور او هنر

یونسکو: د جام منار د ساتنې او سیلابونو د خطرونو کمولو لپاره هڅې روانې دي

د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او کلتور سازمان (یونسکو) وايي، د افغانستان په غور ولایت کې د جام تاریخي منار د طبیعي پېښو او د ساتنې د ستونزو له امله له جدي ګواښونو سره مخ دی او د ژغورنې لپاره یې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.

یونسکو ویلي، د الیف بنسټ په مالي ملاتړ یې د جام منار د وضعیت څارنې، د سیلابونو د خطرونو کمولو او د سیمې د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره هڅې چټکې کړې دي.

د دغه سازمان په وینا، د منار د جوړښتي وضعیت د ارزونې لپاره د څارنې له وسایلو ترلاسه شوي معلومات په منظم ډول تحلیل کېږي، څو د ساتنې او اوږدمهاله ثبات لپاره اغېزمن پلانونه جوړ شي.

یونسکو زیاته کړې، د نړۍوالې او ملي همکارۍ له لارې د یوه پل د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي، چې د بېړنیو اقداماتو لپاره د لاسرسي د ښه کېدو او د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

دغه راز، د آغا خان بنسټ هم د الیف بنسټ په مالي ملاتړ د جام منار د جوړښتي ثبات او اوږدمهالې ساتنې لپاره اقدامات کوي.

یونسکو ټینګار کړی، چې د جام منار ساتنه د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراث ترڅنګ د ټول بشریت د ګډ میراث ساتنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *