نړۍ

پاکستان په راولپنډۍ کې درې پوځي کنډکونه ځای پر ځای کوي

د پاکستان فدرالي حکومت په راولپنډۍ کې د امنیتي دندو لپاره د پوځ د درېیو کنډکونو د ځای پر ځای کولو اجازه ورکړې ده.

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه ځواکونه به د شپږو میاشتو لپاره د احتمالي امنیتي پېښو د مخنیوي او د ناڅاپي وضعیت پر وړاندې د چټک غبرګون په موخه په راولپنډۍ کې ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، چې دا پرېکړه د پنجاب د کورنیو چارو وزارت له غوښتنې وروسته د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې له مخې شوې ده.

د پوځ د ځای پر ځای کېدو پرېکړه په داسې مهال شوې، چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپټمبر په ۲۷مه اسلام‌اباد ته د پراخ لاریون پلان لري او ادعا کوي، چې شاوخوا دوه میلیونه کسان به پکې ګډون وکړي.

په حکم کې د کوم ځانګړي ګواښ جزئیات نه دي ورکړل شوي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان اقتصادي، سیاسي او امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *