نړۍ

د ایران او امریکا کړکېچ؛ د سعودي ولیعهد پر ایران د امریکا د بریدونو د درولو غوښتنه کړې

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې پر ایران د امریکا د احتمالي پراخو پوځي بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دغه اقدام د لغوه کولو او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو غوښتنه یې کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه خبرې په داسې حال کې شوې چې ټرمپ په اردن کې د امریکا پر پوځي اډه د ایران د توغندیز برید او د سمندري تګ‌راتګ د ګډوډۍ په غبرګون کې پوځي انتخابونه تر ارزونې لاندې لري، او ایران هم خبرداری ورکړی چې هر ډول دښمنانه اقدام یا د سیمې د هېوادونو همکاري به له سخت غبرګون سره مخ شي.

راپورونه زیاتوي، چې د ریاض او د سیمې د نورو هېوادونو له دیپلوماتیکو هڅو سره هم‌مهاله، د قطر او عمان په ګډون د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د کړکېچ د مهارولو لپاره بېلابېل دیپلوماتیک وړاندیزونه هم تر بحث لاندې دي، خو لا هم وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا پوځ د ایران پر ضد د پوځي اقدام لپاره په بشپړ ډول چمتو، سمبال او ځای پر ځای شوی وو، خو د ایران او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په غوښتنه یې دا برید درولی دی.

ټرمپ ویلي، له امریکا غوښتل شوي چې له هر ډول برید څخه ډډه وکړي، ځکه د یوه هوکړې چوکاټ منل شوی دی. 

د هغه په وینا، په دې هوکړه کې د هرمز تنګي سمدستي، بشپړ او هر اړخیز پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل دي.

هغه زیاته کړې، چې د نړۍ د راتلونکو ګټو او د یوه سوکاله ایران د بقا لپاره یې د هوکړې د ترلاسه کېدو پورې د برید د ځنډولو پرېکړه کړې ده. 

ټرمپ همداراز ویلي، چې اسراییل هم له دې پرېکړې سره موافق دی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي چې ژر تر ژره هوکړه بشپړه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *