Home نړۍ ټرمپ په واشنګټن کې د ایران له‌خوا د احتمالي چټل بم برید ادعا جدي بللې ده
نړۍ

ټرمپ په واشنګټن کې د ایران له‌خوا د احتمالي چټل بم برید ادعا جدي بللې ده

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، حکومت یې په واشنګټن کې د ایران له‌خوا د چټل بم د احتمالي برید د پلانولو ادعاوې په جدي توګه څېړي.

ټرمپ د سې‌شنبې په ورځ په مانیلا کې خبریالانو ته ویلي، هیله لري چې داسې برید ترسره نه‌شي، خو امریکا دغه موضوع جدي ګڼي او که برید وشي، ایران به درنه بیه پرې کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې سي‌اېن‌اېن د اوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا استخباراتي ارزونې ښيي، ایران په واشنګټن کې د امریکايي چارواکو پر ضد د چټل بم یا کیمیاوي وسلو د کارولو احتمالي پلانونه ارزوي. خو د راپور له مخې، دغه پلانونه لا د برید د پرېکنده تصمیم په معنا نه دي او امریکايي چارواکي د ایران د وړتیا او ارادې په اړه هم اختلاف لري.

بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد استازولۍ د ورته بریدونو د پلانولو ادعاوې رد کړې دي. سپینې ماڼۍ هم ویلي، چې اوس مهال د امریکا پر خاوره کوم باوري ګواښ نشته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version