د قطر او بریتانیا چارواکو په لندن کې د افغانستان او سیمې پر وروستیو تحولاتو، د ډیپلوماټیکو هڅو او سیمهییز ثبات په اړه خبرې کړې دي.
دا لیدنه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان چارو وزیر سټیفن ډوټي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ترمنځ شوې ده.
بلخوا، بریتانیا د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او د اړیکو د ښه کېدو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړې دي.
د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي په اسلاماباد کې له یو شمېر ډیپلوماټانو او طالب چارواکو سره لیدلي دي.
تر دې وړاندې قطر، چین، سعودي عربستان او ترکیې هم د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کړې، خو تر اوسه یې د یوه تلپاتې توافق په رامنځته کولو کې بریا نه ده ترلاسه کړې.
