Home افغانستان پر قاچاقي لارو د څلور افغان ځوانانو مړي نن خاورو ته وسپارل شول
افغانستان

پر قاچاقي لارو د څلور افغان ځوانانو مړي نن خاورو ته وسپارل شول

د سمنګان ولایت څلور ځوانان، چې څو اوونۍ وړاندې د ترکیې او ایران په سرحدي سیمو کې د کډوالۍ پر مهال مړه شوي وو، نن د پنجشنبې په ورځ په خپل پلرني کلي کې خاورو ته وسپارل شول.

د مړو د کورنۍ غړي وایي، چې دغو ځوانانو د ښه اقتصادي ژوند او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له هېواده د وتلو پرېکړه کړې وه.

د هغوی په وینا، ځوانان د ترکیې سرحدي ځواکونو نیولي وو او وروسته د وهلو ټکولو له امله مړه شوي دي.

د دغو ځوانانو کورنیو له ملګرو ملتونو او د طالبانو له چارواکو غوښتي، چې د پېښې په اړه څېړنې وکړي او عاملینو ته د رسېدو لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version