د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو پر زدهکړو د پانګونې د زیاتوالي غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې میلیونونه ماشومان لا هم له زدهکړو بېبرخې دي.
یونیسف د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي.
د یونیسف او یونسکو په ګډ راپور کې هم راغلي، چې د لومړنیو زدهکړو د عمر ۵۳ سلنه افغان ماشومان له رسمي زدهکړو پاتې دي.
بلخوا، د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې د بېځایه شویو ماشومانو ۵۵ سلنه له کډوالۍ وروسته له پخوا لږ خواړه خوري او ۴۱ سلنه یې د روغتیايي وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی دی.
راپورونه ښيي، چې د زدهکړو محدودیتونه، بېوزلي او بېځایه کېدل په افغانستان کې د ماشومانو پر ژوند او راتلونکي ناوړه اغېز کوي.
