Home سیاست ټرمپ: له شي جین‌پینګ او پوتین سره درې اړخیزه تاریخي ناسته لرم
سیاست نړۍ

ټرمپ: له شي جین‌پینګ او پوتین سره درې اړخیزه تاریخي ناسته لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا ـ ارام سمندر اقتصادي همکاریو (APEC) سرمشریزې په څنډه کې ویلي، تمه لري، چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په درې اړخیزه تاریخي غونډه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

ټرمپ د چین د ولسمشر د وینا اورېدو پر مهال او له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له چین سره د امریکا اړیکې ښې دي او دواړه هېوادونه له یو بل سره پراخې سوداګریزې اړیکې لري.

نوموړي د چین او روسیې د اړیکو په اړه ویلي، د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د انرژۍ سیاستونو مسکو او بېجینګ یو بل ته نږدې کړل، چې د ده په وینا، دا د امریکا لپاره یوه ستراتیژیکه تېروتنه وه.

ټرمپ همداراز ویلي، چین او روسیه د اټومي وسلو د زېرمو د پراختیا په هڅه کې دي. د هغه په وینا، امریکا شاوخوا څلور زره، روسیه ۳۸۰۰ او چین له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې اټومي وسلې لري، خو چین په راتلونکو لسو کلونو کې د خپلو اټومي وسلو د شمېر د زیاتولو په حال کې دی.

د ایران په اړه د چین او روسیې د احتمالي مرستو په تړاو ټرمپ ویلي، واشنګټن د دواړو هېوادونو د معلوماتو له تبادلې خبر دی او د ده په وینا، د دغو معلوماتو ارزښت ډېر محدود دی.

نوموړي د جاسوسۍ په اړه هم ویلي، چین پر امریکا جاسوسي کوي او امریکا هم پر چین جاسوسي کوي، خو ادعا یې کړې چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه تر چین غوره دي.

ټرمپ له چین سره خپلې اړیکې د دوستۍ او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې بللې او د شي جین‌پینګ له لوري د هرکلي مراسم یې د دواړو هېوادونو لپاره لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.

هغه دغه راز د ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د مخکښو متخصصانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې امریکا باید خپل نوښتګر او تکړه کسان وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version