Home سیاست د چین، امریکا او روسیې مشرانو د نړیوالې سولې او ثبات لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی
سیاست نړۍ

د چین، امریکا او روسیې مشرانو د نړیوالې سولې او ثبات لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی

د چین، امریکا او روسیې مشرانو نن د چین په شنژن ښار کې په درې‌اړخیزه غونډه کې د نړیوالې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د درېیو هېوادونو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې درې واړه هېوادونه د رغنده همکارۍ له لارې په نړۍ کې د ثبات په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ هم ویلي، چې بیجینګ، مسکو او واشنګټن باید د نړیوالو ننګونو د حل او د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د نړۍ درې ستر هېوادونه د نړیوالو موضوعاتو په اړه د پرانیستو، درناوي ډکو او رغنده خبرو اترو ځانګړی مسوولیت لري.

ټرمپ زیاته کړې، چې درې واړه هېوادونه باید په نړۍ کې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي لپاره همکاري وکړي؛ ځکه د ده په وینا، کله چې یو هېواد اټومي وسلې ترلاسه کړي، بیا یې بې‌وسلې کول ستونزمن کېږي.

بلخوا، پوتین ویلي، چې روسیه، چین او امریکا د اوکراین په ګډون د سیمه‌ییزو شخړو د حل او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ګډې ګټې لري.

د چین ولسمشر هم ټینګار کړی، چې د نړۍ د سترو قدرتونو همغږي د سولې د ټینګښت لامل کېږي، خو د دوی ترمنځ اختلافات او تقابل نړۍ له ګډوډۍ سره مخ کوي.

د راپور له مخې، دا د چین، امریکا او روسیې د مشرانو لومړنۍ درې‌اړخیزه غونډه ده. د رسنیو په حضور کې تر علني خبرو وروسته، د درېیو هېوادونو مشرانو خپلې تړلې خبرې پیل کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version