Home نړۍ عبدال السید: امریکا باید اسرائیلو ته بې‌قید او شرطه پوځي مرستې بندې کړي
نړۍ

عبدال السید: امریکا باید اسرائیلو ته بې‌قید او شرطه پوځي مرستې بندې کړي

د امریکا د استازو جرګې مسلمان غړی عبدال السید د فلسطین او اسرائیلو د شخړې په اړه ویلي، د تلپاتې سولې لپاره باید د دواړو ولسونو د خپل برخلیک ټاکلو حق، ازادي او انساني کرامت په مساوي توګه تضمین شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د فلسطین او اسرائیلو د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه پرېکړه باید د دواړو ولسونو په ګډو خبرو وشي، که هغه دوه دولتونه وي او که یو دولت.

هغه د اسرائیلو له حکومت څخه د ټولو وګړو لپاره د مساوي حقونو د تأمین غوښتنه کړې او د غزې د جګړې په تړاو یې پر امریکا نیوکه کړې، چې د پوځي مرستو له لارې یې د ملکي وګړو د وژنې او ویجاړۍ ملاتړ کړی دی.

عبدال السید د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو جنګي مجرم بللی او د هغه او د جګړې د ملاتړ کوونکو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي همداراز ویلي، امریکا باید هېڅ هېواد ته بې‌قید او شرطه پوځي مرستې ورنه کړي، بلکې دا اصل باید د اسرائیلو په ګډون پر ټولو هېوادونو یو شان عملي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version