Home افغانستان په بلخ کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي
افغانستان

په بلخ کې یوې مېرمنې پنځه ماشومان زېږولي

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان وایي، د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمه‌ییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي دي.

د دغه سازمان په وینا، پنځه واړه ماشومان له خپلې ټاکلې مودې مخکې او په کم وزن نړۍ ته راغلي وو، چې د روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې په څانګه (NICU) کې تر درملنې او څار لاندې وساتل شول.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان زیاتوي، د نږدې اتو ورځو ځانګړې روغتیايي پاملرنې وروسته د ماشومانو روغتیايي وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او اوس د نویو زېږېدلو ماشومانو عادي څانګې ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت هم د بلخ د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی و، چې یوې بلې مېرمنې په همدې ولایت کې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي وو.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په افغانستان کې هغه میلیونونه میندې چې ماشومان یې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، لا هم خپلې هیلې ژوندۍ ساتي او د مرستو تمه لري. اوچا زیاته کړې، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۴.۹ میلیونه میندې او ماشومان تغذیوي ملاتړ ته اړتیا ولري.

سره له دې، روغتیايي بنسټونه وایي، چې په افغانستان کې ښځې لا هم د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version