Home افغانستان د برېښنا پرچاوي په افغانستان کې د خلکو جدي ستونزه ګرځېدلې
افغانستان

د برېښنا پرچاوي په افغانستان کې د خلکو جدي ستونزه ګرځېدلې

په افغانستان کې د هوا په ګرمېدو سره د برېښنا پرله‌پسې پرې کېدل د خلکو له مهمو ستونزو څخه بلل کېږي. د هېواد د لویو ښارونو ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي، د برېښنا پرچاوي د دوی ورځنی ژوند، کاروبار او ارام ګډوډ کړی او له دې شکایت کوي، چې دغه ستونزه هر کال تکرارېږي، خو د حل لپاره یې بنسټیز ګامونه نه اخیستل کېږي.

خلک وایي، برېښنا د ورځې او شپې په هر وخت کې پرته له خبرتیا پرې کېږي او ډېری وخت هغه مهال بېرته وصلېږي چې اړتیا ورته کمه وي. په ځینو ښارونو کې د شپې له خوا د څو ساعتونو لپاره د برېښنا نشتوالی د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، خوب او ارام اغېزمنوي.

د هېواد ځینې اوسېدونکي د برېښنا د کمښت مسوولیت پر اوسني حکومت اچوي او وایي، د برېښنا د منظمې برابرۍ نشتوالی د اساسي خدمتونو په برخه کې د کمزورۍ نښه ده.

افغانستان په سیمه کې یو له هغه هېوادونو دی، چې خلک یې دومداره برېښنا ته په ډېره کمه اندازه لاسرسی لري.

د راپورونو له مخې، د هېواد یوازې شاوخوا ۱۵ تر ۱۷ سلنه اړتیا وړ برېښنا په کور دننه تولیدېږي او پاتې برخه ډېره له مرکزي اسیا هېوادونو واردېږي.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳۵ سلنه کورنۍ د برېښنا له شبکې سره نښلول شوې دي او ډېری کورنۍ یوازې د ورځې له پنځو تر لسو ساعتونو پورې برېښنا ته لاسرسی لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version