له ایران سره د نښتو له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.
د نړۍوالو رسنیو راپورونوله مخې، په دغو نښتو کې تر ۴۳۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری لا هم ورک دی.
راپور وايي، د مارچ په لومړۍ نېټه د ایران یوې بېپیلوټه الوتکې د کویټ پر یوه ملکي بندر برید وکړ، چې له امله یې شپږ امریکايي سرتېري ووژل شول. یو بل سرتېری چې په همدې ورځ د سعودي عربستان د شهزاده سلطان هوايي اډې په برید کې ټپي شوی و، وروسته یې د ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.
همداراز، د مارچ په ۱۲مه په عراق کې د امریکا د KC-135 سونرسونې الوتکې د لوېدو په پېښه کې شپږ نور امریکايي سرتېري ووژل شول. د امریکا پوځ ویلي، دغه پېښه تخنیکي ستونزې رامنځته کړې وه.
د امریکا سمندري ځواکونه وايي، د جولای په لومړۍ نېټه د عرب سمندر په سیمه کې د یوې چورلکې د لوېدو له امله یو پیلوټ هم وژل شوی، خو دغه پېښه د ایران له برید سره د تړاو کومه نښه نه درلوده.
