Home افغانستان د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون لیدنه کړې
افغانستان سوداګري

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ له نړیوال نندارتون لیدنه کړې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس آخندزاده سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال په ریاض کې د انرژۍ له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې ده.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، آخندزاده د نندارتون پر مهال د نوي کېدونکې انرژۍ د تولید، لېږد او وېش له نوې ټکنالوژۍ او پرمختللو وسایلو سره بلد شوی دی.

دغه وزارت ویلي، آخندزاده د انرژۍ په برخه کې د نړۍوالو تجربو ترلاسه کول، د نوې ټکنالوژۍ پېژندل او د افغانستان د انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره د نویو فرصتونو موندل مهم بللي دي.

طالبانو تر دې مخکې ویلي وو، چې نوموړی د انرژۍ په اوولسم نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی، خو په اصلي غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version