Home نړۍ د پاکستان لوېدلی اقتصاد؛ دغه هېواد چین ته د خرو د غوښې لومړۍ تجارتي محموله صادره کړه
نړۍ

د پاکستان لوېدلی اقتصاد؛ دغه هېواد چین ته د خرو د غوښې لومړۍ تجارتي محموله صادره کړه

پاکستان د لومړي ځل لپاره چین ته د خرو د غوښې سوداګریز صادرات پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، له ګوادر ازادې سوداګریزې سیمې څخه استول شوی ۲۷ ټنه کنګل شوې غوښه لرونکی کانټینر چین ته رسېدلی او د دغه هېواد بازار ته وړاندې شوی دی.

د صادراتو مسوول شرکت وایي، په راتلونکو میاشتو کې به د چین بازار ته د خرو د غوښې د لېږد کچه لوړه کړي او هدف لري چې هره میاشت لږ تر لږه ۴۰ کانټینرونه صادر کړي.

د چارواکو په خبره، دغه خره د پاکستان له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب او سند ایالتونو څخه راټولېږي او د پروسس لپاره ګوادر ته انتقالېږي، چې هلته د اړوندو ادارو تر څار لاندې چمتو کېږي.

د سوداګرۍ کارپوهان بیا خبرداری ورکوي، چې د چین د بازار د زیاتې غوښتنې له امله، پاکستان باید د خرو د روزنې او نسل زیاتولو لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي، کنه ښايي په راتلونکې کې د خرو له کمښت سره مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version