د کرېکټ ۲۱ پخوانیو لوبډلمشرانو، چې د هند سنیل ګواسکر، کپل دیو او د انګلستان الیسټر کوک هم پکې شامل دي، د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په زندان کې مناسبه طبي پاملرنه برابره کړي.
دوی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه لیک کې د ۷۳ کلن عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د هغه د بشپړې طبي معاینې غوښتنه یې کړې ده.
په لیک کې غوښتنه شوې، چې د سترې محکمې تر څار لاندې دې طبي پلاوی د عمران خان معاینه وکړي او شخصي ډاکټرانو ته یې هم د ګډون اجازه ورکړل شي، په ځانګړي ډول د هغه د ښي سترګې د کمزوري لید په اړه.
پخوانیو لوبډلمشرانو همداراز غوښتي، چې د محکمې له حکم سره سم دې د عمران خان کورنۍ ته له خنډ پرته اوونیزې لیدنې اجازه ورکړل شي او د ډاکټرانو سپارښتل شوې درملنه دې له ځنډ پرته ترسره شي.
عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې بندي دی او پر هغه لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لرونکي بولي.
