Home افغانستان افغان ایواک: د محکمې پرېکړه امریکا ته د افغانانو د سفر لاره نه پرانیزي
افغانستان

افغان ایواک: د محکمې پرېکړه امریکا ته د افغانانو د سفر لاره نه پرانیزي

افغان ایواک وايي، د منهټن یوې امریکايي محکمې وروستۍ پرېکړه په دې معنا نه ده، چې د افغانانو لپاره امریکا ته د سفر او کډوالۍ بهیر سمدستي بېرته پیل شوی دی.

د دغه بنسټ مشر شان ون ډایور له افغان ویزه‌غوښتونکو غوښتي، تر رسمي لارښوونو پورې دې د سفر له پلانولو او هغو سفارتونو یا قونسلګریو ته له تلو ډډه وکړي، چې د مرکې وخت یې نه وي ورکړی.

نوموړي ویلي، د محکمې له پرېکړې سره د افغانانو په کډوالۍ دوسیو کې په اوتومات ډول هېڅ بدلون نه دی راغلی.

یاده څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې یوې امریکايي قاضۍ د افغانستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو اتباعو ته د ویزو د محدودولو د ټرمپ ادارې تګلاره لغوه کړه.

افغان ایواک له امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتي، چې سفارتونو ته روښانه لارښوونې ورکړي او د محکمې له حکم سره سم د اغېزمنو دوسیو څېړنه بېرته پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version