د اسیا کرکټ شورا کلنۍ عمومي غونډه د اګست په ۲۲مه د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د شورا غړو د افغانستان کرکټ بورډ د هغو ټېسټ لوبیزو هېوادونو په ډله کې شامل کړ، چې د ACC د ریاست لپاره د دوراني سیستم له مخې د ریاست حق لري.
تر دې وړاندې د اسیا کرکټ شورا د ریاست دوراني سیستم د هند، پاکستان، سریلانکا او بنګلهدېش ترمنځ و؛ خو د دې نوې پرېکړې له مخې افغانستان هم د دغه اداري سیستم برخه شو.
د پرېکړې له مخې، په راتلونکو دورو کې به کله چې د افغانستان وار راشي، د افغانستان کرکټ بورډ به د اسیا کرکټ شورا د ریاست لپاره د نوماند وړاندې کولو او د ریاست د څوکۍ د ترلاسه کولو حق ولري.
د کرکټ چارو شنونکي دغه پرېکړه د افغانستان د کرکټ په اداري او نړۍوال مقام کې مهم پرمختګ بولي، ځکه افغانستان په وروستیو کلونو کې د نړۍوال کرکټ په ډګر کې د پام وړ پرمختګ کړی او د اسیا په کچه یې هم خپل حضور پیاوړی کړی دی.
افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د نړۍوالې کرکټ شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ او له هغه وروسته یې د ټېسټ کرکټ ترڅنګ په یو ورځنیو او شلاوریزو سیالیو کې هم خپل حضور لا پیاوړی کړی دی.
د ACC د ریاست په دوراني سیستم کې د افغانستان شاملېدل کولی شي د دغه هېواد د کرکټ بورډ لپاره په اسیايي کرکټ کې د لا زیات اداري رول زمینه برابره کړي.
