Home نړۍ د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د تور سمندر له لارې د غلو صادرات اغېزمن کړي
نړۍ

د روسیې او اوکراین متقابلو بریدونو د تور سمندر له لارې د غلو صادرات اغېزمن کړي

رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې او اوکراین وروستیو متقابلو بریدونو د تور سمندر پر بندرونو او بېړیو د غلو د صادراتو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو بریدونو د غلو د بارولو د ځینو مرکزونو فعالیت درولی او د صادراتو د موسم پر مهال یې د لسګونو بارونو بارول ځنډولي یا لغوه کړي دي.

روسیه او اوکراین د نړۍ له سترو غله‌جاتو صادرونکو هېوادونو څخه دي او د دواړو هېوادونو د غلو د صادراتو د پام وړ برخه د تور سمندر له لارې ترسره کېږي.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، د غلو د صادراتو د بهیر د منظم ساتلو لپاره یو شمېر اقدامات په پام کې نیول شوي او ښايي نور اقدامات هم ترسره شي، څو د صادراتو لپاره ټاکل شوې غله پر وخت او بشپړ ډول ولېږدول شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم تېره اوونۍ منلې وه، چې هېواد یې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، خو ویلي یې وو چې دغه ستونزې به حل شي.

پوتین ټینګار کړی چې په نړیوالو بازارونو کې به د غلو کمښت رامنځته نه شي او ویلي یې دي چې روسیه په روان فصل کې د صادراتو لپاره شاوخوا ۶۰ میلیون ټنه غله لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version