د امریکا د استازو جرګې ته افغانالاصله نوې منتخب شوې غړې، عایشه وهاب وايي، چې واشنګټن باید په افغانستان کې د واکمنې ډلې له هویت پرته له دغه هېواد سره ډیپلوماټیکې اړیکې او عملي تعامل ته مخه کړي.
وهاب له ډیموکراسي ناو سره په مرکه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې امریکا کولی شي د تعامل له لارې د طالبانو حکومت پر سیاستونو اغېز وکړي او د بشري، ښځو او مدني حقونو د ښه کېدو لپاره یې وهڅوي.
نوموړې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډای هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې امریکا باید لږ تر لږه د اقتصادي او مشارکتي همکاریو لپاره له کابل سره تعامل ولري.
عایشه وهاب د افغانستان د بېلابېلو جنګسالارانو ډلو په اړه هم انتقاد کړی او ویلي یې دي، چې دغه ډلې د هېواد د ګټو پر ځای خپلې شخصي ګټې تعقیبوي. د هغې په وینا، د امریکا د پخواني ملاتړ پر مهال هم ځینو دغو ډلو افغانستان ته زیان رسولی او هېواد یې لوټ کړی دی.
وهاب په دې وروستیو کې د کالیفورنیا په ځانګړو ټاکنو کې د امریکا د استازو جرګې څوکۍ ګټلې او د امریکا په کانګرس کې د لومړۍ افغانالاصلې امریکایۍ په توګه به دنده پیل کړي.
