Home افغانستان د بدخشان د والي په ګډون په یو شمېر ادارو کې نوې ټاکنې شوې
افغانستان

د بدخشان د والي په ګډون په یو شمېر ادارو کې نوې ټاکنې شوې

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په حکم په یو شمېر حکومتي ادارو کې نوي چارواکي ټاکل شوي، چې له مخې یې د بدخشان والي او د دغه ولایت امنیه قوماندان هم بدل شوي دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د بدخشان د مخکیني والي محمد اسماعیل غزنوي پر ځای، د کورنیو چارو وزارت مخکینی اداري معین ملا رحمت‌الله نجیب د دغه ولایت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، محمد اسماعیل غزنوي د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او مراقبت د معین په توګه ټاکل شوی دی.

په نورو بدلونونو کې د سرپل مخکینی والي ملا احمدشاه دیندوست د بدخشان د امنیه قوماندان، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او مراقبت مخکینی معین ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت د اداري معین او د لغمان مخکینی والي ملا بختیار معاذ د سرپل د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د بدخشان مخکینی امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري بیا د کندهار ولایت د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version