Home افغانستان پخوانی سفیر: کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل ممکن دي
افغانستان سیاست

پخوانی سفیر: کابل کې د امریکا سفارت بیا پرانیستل ممکن دي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالد نیومن وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت بیا پرانیستل ممکن دي، خو واشنګټن باید له دې اقدام مخکې له طالبانو څخه د سیاستونو د مشخصو بدلونونو غوښتنه وکړي.

نیومن «آی۲۴ نیوز» ته ویلي، امریکا له طالبانو سره د امریکايي وګړو د خوشې کولو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخو کې عملي تعامل لري.

هغه زیاته کړې، د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو دوام کولی شي په امریکا کې سخت سیاسي غبرګونونه راوپاروي او د واشنګټن او کابل د اړیکو د پراختیا خنډ شي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان د کانونو په برخه کې هم د امریکا د اقتصادي تعامل امکان شته، خو پراخې پانګونې د امنیت، قانون حاکمیت او د پانګونو د خوندیتوب تضمین ته اړتیا لري.

نیومن ټینګار کړی، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ هر ډول نوی پرمختګ باید په مشخصو اقداماتو او ګام پر ګام تګلارې ولاړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version