د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره د سوداګرۍ، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري د تېر په پرتله د پام وړ زیاته شوې او اوس یې کچه ۱.۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.
خواجهیف زیاته کړې، چې ازبیکستان چمتو دی په افغانستان کې د ازبیک پانګوالو له لوري د پيل شوو پروژو چارې چټکې کړي، شته ستونزې حل کړي او نوې پروژې پيل کړي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهمې بلل کېږي.
هغه همداراز ویلي، ازبیکستان غواړي د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونه وکړي، له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي او په حیرتان کې د زینک ډبرو د پروسس لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت فابریکه هم جوړه کړي.
د نوموړي په وینا، ازبیک پلاوی به د ترانسپورټ، انرژۍ، کرنې، بانکدارۍ، سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، د افغانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې هم د طالبانو د حکومت له اړوندو ادارو سره ګډ کار وکړي.
