د جرمني نړۍوالې رسنۍ دویچه وېله په یو مستند کې ویلي، چې پاکستان له څو لسیزو راهیسې له پرلهپسې امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.
د مستند له مخې، د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر اوږدمهاله شخړه، کورني امنیتي ګواښونه، اقتصادي رکود او د پوځ پراخ سیاسي نفوذ د دغه هېواد مهمې ننګونې بلل کېږي.
د راپور له مخې، هند او پاکستان، چې د سویلي اسیا دوه اټومي ځواک لرونکي ګاونډیان دي، له څو لسیزو راهیسې د کشمیر پر سر په شخړه کې ښکېل دي. د دغه رسنۍ په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کنټرول کرښه د نړۍ له خطرناکو پولو څخه ګڼل کېږي، ځکه هلته وخت ناوخت د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله او پوځي نښتې رامنځته کېږي.
دویچه وېله زیاتوي، چې د پاکستان ستونزې یوازې له بهرنیو ګواښونو نه دي. د مستند پر اساس، په ځینو سیمو کې وسلهوالې ډلې لا هم پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه کوي. همدارنګه، ځینې مذهبي مشران خپلو پلویانو ته د پاکستان د دولت پر ضد د مخالفت بلنه ورکوي. مستند څرګندوي، چې د دغو ګواښونو د مهار لپاره پاکستاني پوځ په بېلابېلو وختونو کې پوځي عملیات ترسره کړي دي.
مستند د پاکستان اقتصادي وضعیت هم اندېښمنوونکی بولي. د دویچه وېله د مستند پر اساس، د هېواد له شاوخوا ۲۴۰ میلیونه نفوس څخه نږدې ۴۷ سلنه تر ۱۸ کلونو کم عمر لري، خو اقتصادي رکود، د کار محدود فرصتونه او د زدهکړو کمزوری نظام د ځوان نسل نارضایتي او ناامیدي زیاتوي.
د مستند په بله برخه کې ویل شوي، چې د همدې شرایطو په پایله کې د پاکستان پوځ خپل نفوذ په سیاسي او اقتصادي چارو کې پراخ کړی دی. په داسې حال کې چې سیاسي شنونکي د پاکستان د واکمنۍ سیستم ګډ نظام بولي، چې پکې ټاکل شوي ملکي استازي او پوځ دواړه مهم رول لري.
د راپور له مخې، د بشري حقونو سازمانونه د پوځ پر سیاسي رول نیوکې کوي او هغه د ولسواکۍ لپاره یوه ننګونه ګڼي. خو د پاکستان پوځ بیا استدلال کوي، چې د هېواد امنیتي وضعیت او سیمهییز ګواښونه د دوی فعاله ونډه اړینه ګرځوي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جرمني نړۍوالې رسنۍ دویچه وېله د پاکستان په اړه دغه خپور شوی مستند مهم بللی دی.
خلیلزاد ویلي، په دغه مستند کې د پاکستان امنیتي، اقتصادي او سیاسي بحرانونه، د افراطیت پراختیا، اقتصادي ستونزې، سیاسي اختلافات او د پوځ پراخ نفوذ څېړل شوي دي.
هغه خبرداری ورکړی، چې روان وضعیت د پاکستان د اټومي وسلو د امنیت لپاره اندېښنې رامنځته کولی شي او له پاکستاني وګړو یې غوښتي چې دغه مستند وګوري او پرې بحث وکړي.
