Home افغانستان یوناما وایي، په کابل کې پر روغتون هوايي برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي
افغانستان

یوناما وایي، په کابل کې پر روغتون هوايي برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره مرستندویه ماموریت (یوناما) په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶ نېټه شاوخوا په ۹ بجو د پاکستان د پوځ لخوا ترسره شوي هوايي برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.

یوناما د وژل شویو کسانو کورنیو ته غمشریکي څرګنده کړې او ټپيانو ته یې د ژر رغېدو هیله ښودلې.
په اعلامیه کې راغلي، چې د نړۍوال قانون له مخې باید ټولې جګړه کوونکې خواوې ملکي مرکزونو باندې د بریدونه څخه ډډه وکړي.
یوناما همداراز ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید سمدستي اوربند وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version