د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره مرستندویه ماموریت (یوناما) په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶ نېټه شاوخوا په ۹ بجو د پاکستان د پوځ لخوا ترسره شوي هوايي برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
یوناما د وژل شویو کسانو کورنیو ته غمشریکي څرګنده کړې او ټپيانو ته یې د ژر رغېدو هیله ښودلې.
په اعلامیه کې راغلي، چې د نړۍوال قانون له مخې باید ټولې جګړه کوونکې خواوې ملکي مرکزونو باندې د بریدونه څخه ډډه وکړي.
یوناما همداراز ټینګار کړی، چې دواړه لوري باید سمدستي اوربند وکړي او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
