Home افغانستان د هېواد نامتو سندرغاړي جاوېد امیرخیل خپله نوې سندره «د وینو واټ قصیده» خپره کړه
افغانستان کلتور او هنر

د هېواد نامتو سندرغاړي جاوېد امیرخیل خپله نوې سندره «د وینو واټ قصیده» خپره کړه

د دغه سندرې شاعر اروښاد سلیمان لایق دي.

جاوید امیرخیل ویلي، چې دا اثر د افغان ملت لپاره د غیرت، مېړانې او پاڅون یو پیاوړی پیغام لري او له خلکو یې غوښتي چې دا سندره واوري.

د نوموړي یاده سندره په داسې حال کې خپریږي، چې پر افغان خاوره د پاکستان څرګند تیاری روان دی او یوازې د تېرې شپې په برید کې شاوخوا ٤٠٠ کسان په شهادت ورسیدل.

کارپوهان وایي، چې ادبیات د خلکو په ويښولو کې مهم نقش لري.

د نوموړي یاده، سندره هم په ښکلي اندازه کې ویلي شوې، چې ښکاره پکې د خلکو په ويښتابه کرښې تورې شوې دي.

جاويد امیرخیل چې د خپلو حماسي او ملي سندرو ویلو له امله په دغه وروستیو کلونو کې خورا مشهور شوی او د خلکو په زړونو کې یې ځانګړی ځای خپل کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version