Home نړۍ په بلوچستان کې د پاکستان ۲۰ پولیس تښتول شوي
نړۍ

په بلوچستان کې د پاکستان ۲۰ پولیس تښتول شوي

راپورونه وايي، د بلوچستان د کلات او مستونګ ولسوالیو ترمنځ پر لاره نامعلومو وسله‌والو لږ تر لږه ۲۰ پاکستاني پولیس تښتولي دي.

د حکومتي چارواکو په وینا، یاد پولیس د جمعې په ورځ له کلات څخه نوشکي ته د تګ پر مهال د ګورګینه په غرنۍ سیمه کې له یوه مسافر وړونکي موټر څخه ښکته او له ځان سره یوړل شول. سرچینې زیاتوي چې موټر چلوونکی او څو نور مسافر خوشې شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی. په بلوچستان کې په دې وروستیو کې پر امنیتي ځواکونو او حکومتي چارواکو بریدونه او د تښتونې پېښې زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version