Home افغانستان اروپايي ټولنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو پر بیا پیل ټینګار کړی
افغانستان سیاست

اروپايي ټولنې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو پر بیا پیل ټینګار کړی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فريلېسن کابل ته خپل درې ورځنی سفر پای ته رسولی او په دې موده کې یې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو، بهرنیو دیپلوماتانو، د ملګرو ملتونو او اسلامي همکاریو سازمان له استازو او مدني فعالانو سره لیدلي دي.

اروپايي ټولنې ویلي، فريلېسن په خپلو لیدنو کې د ټولګډونه حکومتولۍ پر اهمیت ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د بشري حقونو وضعیت مطرح کړی دی.

نوموړي د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه د اړیکو د عادي کېدو پر وړاندې مهم خنډ بللی دی.

د اروپايي ټولنې په وینا، په دې سفر کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې شوې دي.

نوموړي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د طالبانو هڅې ستایلې، خو د کوکنارو د کښت د بیا زیاتېدو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

فريلېسن له سیمه‌ییزو شریکانو سره په خبرو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د کړکېچ د کمولو او د ملکي وګړو او تاسیساتو د خوندیتوب پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، په افغانستان کې یې تعامل د اصولو پر بنسټ، عملي او د افغانانو اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version