Home افغانستان افغانستان او سعودي عربستان د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او سعودي عربستان د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده سعودي عربستان د سفر پرمهال د دغه هېواد د انرژۍ وزارت له مرستیال محمد ابراهیم سره لیدلي او د انرژۍ په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د شته فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې، د تجربو د شریکولو او د ګډو همکاریو د پیل په اړه بحث کړی دی.

وزارت زیاتوي، آخندزاده د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال او تخنیکي مسؤلینو ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.

د معلوماتو له مخې، د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت مرستیال د دې بلنې هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد مسؤلین او تخنیکي ډله افغانستان ته سفر وکړي، څو د انرژۍ په برخه کې شته فرصتونه وارزوي او د ګډو همکاریو پر عملي لارو چارو خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version