نړۍ

یمن حوثیانو ادعا: په ریاض کې یې د ارامکو تاسیسات په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو ویشتي

د یمن حوثیانو اعلان کړی، چې د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې یې د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات په بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو هدف ګرځولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د شنبې ورځې له غرمې وروسته د ریاض په سوېل کې د ارامکو له تاسیساتو څخه د اور لمبې او ګڼ لوګي پورته شوي دي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع د شنبې په ماښام په ایکس ټولنیزه شبکه کې ویلي، چې دې ډلې په ریاض کې د ارامکو پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله پوځي عملیات ترسره کړي دي.

نوموړي ادعا کړې، چې د بریدونو له امله په هدف ګرځول شویو سیمو کې اور لګېدلی دی.

سریع ویلي، چې دغه بریدونه په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو، په ځانګړي ډول صنعا، د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي. هغه ادعا کړې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر دغو سیمو شاوخوا ۶۰ هوايي بریدونه شوي دي.

تر اوسه د سعودي عربستان چارواکو او ارامکو شرکت د اورلګېدنې د علت په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *