د طالبانو حکومت د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور وایي، پاکستان د افغانستان ثبات او پرمختګ نه شي زغملی او له همدې امله پر افغانستان بریدونه کوي.
منصور دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه ترینګلتیاوې دوام لري.
نوموړي د پاکستان پر حکومت د نیوکې پر مهال ویلي، د دغه هېواد مشران په اسلام سم نه پوهېږي او له همدې امله د بېګناه انسانانو وینه ځان ته روا ګڼي.
منصور ټینګار کړی، چې د افغانانو د وینې په اړه به پوښتنه کېږي.
منصور همداراز ویلي، د طالبانو حکومت ټول مسؤلین افغانان دي، دوه دوه پاسپورټونه نه لري او له خلکو سره په غم او ښادۍ کې شریک دي.
.د هغه په وینا، که په هېواد کې شریعت حاکم وي، هېڅوک به ونه شي کولای چې اوسنی نظام چپه کړ
نوموړي زیاته کړې، چې د اوسني حکومت پر وړاندې د جګړې لپاره هېڅ ډول توجیه د منلو وړ نه ده او که څوک د پیسو ترلاسه کولو لپاره د جګړې نیت وکړي، پلان به یې شنډ او له منځه به یووړل شي.
