د امریکا متحده ایالتونو د امنیتي اندېښنو له امله د بریتانیا په آر اېف فېرفورډ هوايي اډه کې مېشت خپل ټول ۱۲ B-1 بم غورځوونکي الوتکې بېرته امریکا ته لېږدولي دي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د بریتانیا په فېرفورډ هوايي اډې د احتمالي برید یوه طرحه شنډه او په تړاو یې څو کسان ونیول شول.
امریکايي چارواکي وايي، د دوی په باور د اسلامي انقلاب ساتونکو د ډلې یوې څانګې یو شمېر بریتانوي اتباع د امریکايي بم غورځوونکو او پوځي پرسونل د په نښه کولو لپاره ګومارلي وو.
د راپور له مخې، دغه طرحې څو پړاوونه لرل او ښايي د هوايي اډې په شاوخوا سیمه کې د پام اړولو لپاره د یوه فرعي اقدام پلان هم پکې شامل و.
خو بریتانوي چارواکي لا هم د پېښې په اړه څېړنې کوي او ځینو یې د هغه پلان د پېچلتیا او کچې په اړه د امریکايي چارواکو له ارزونې سره پوښتنې مطرح کړې دي.
د امریکا جګړې وزارت ویلي، د عملیاتي امنیتي ملاحظاتو له امله یې په ریښتیني وخت کې د خپلو پوځي الوتکو د لېږد په اړه معلومات نه وو خپاره کړي، خو اوس تأییدوي چې په فېرفورډ کې ټول امریکايي بم غورځوونکي خپلو اصلي اډو ته په متحده ایالتونو کې ستانه شوې دي.
د امریکا جګړې وزارت زیاته کړې، چې دغه الوتکې لا هم د نړیوالو پوځي عملیاتو لپاره چمتو دي او له امریکا څخه د اوږد واټن بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
فېرفورډ هوايي اډه د امریکا لپاره په ایران کې د هوايي بریدونو د ترسره کولو په برخه کې یوه مهمه اډه وه. د راپور له مخې، امریکايي B-1 او B-52 بم غورځوونکو له دې اډې څخه د ایران پر ضد په عملیاتو کې الوتنې کړې دي.
د دغې اډې د احتمالي برید په تړاو شپږ کسان نیول شوي دي. بریتانوي چارواکو ویلي، پنځه کسان د فېرفورډ اډې ته نږدې نیول شوي وو او وروسته په ضمانت خوشې شول. یو بل د بریتانیا او ایران دوه تابعیته وګړی هم په لندن کې نیول شوی و.
د بریتانیا لومړي وزیر اندي برنهام مخکې ویلي وو، چې داسې قوي نښې شته چې ښيي ایران ښايي په دغه پېښه کې لاس ولري. خو ایران د دې ادعاوو رد کړی دی.
د وال سټریټ ژورنال په وینا، امریکايي چارواکي باور لري چې د اسلامي انقلاب ساتونکو اړوند یوې څانګې د دغه احتمالي برید لپاره بریتانوي اتباع استخدام کړي وو؛ خو په بریتانیا کې چارواکي لا هم هڅه کوي چې د پېښې ټول جزیات روښانه کړي.
