افغانستان

په تخار کې د سرو زرو کان نړېدو له امله پنځه کان‌کیندونکي مړه شوي

په تخار ولایت کې د سرو زرو یو کان نړېدو له امله پنځه کان‌کیندونکي وژل شوي دي.

د تخار د پولیسو قوماندانۍ ویاند قاري نقیب‌الله مسرور ویلي، چې دغه پېښه د چاه‌آب ولسوالۍ د شاه مستن په سیمه کې د سرو زرو په یوه کان کې شوې ده.

د پېښې په اړه تر دې دمه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د تخار د پولیسو ویاند زیاته کړې، چې د همدې ولسوالۍ د سمتي په سیمه کې د سرو زرو له یوه بل کان څخه د روانې اوونۍ په لومړیو کې ۱۰ کان‌کیندونکي هم ژغورل شوي وو.

نوموړي ویلي، دغه کسان دوه ورځې تر ځمکې لاندې بند پاتې وو؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې دوی په څه ډول په کان کې بند پاتې شوي وو.

په افغانستان کې د کانونو د نړېدو ورته پېښې ډېری وخت رامنځته کېږي، چې د ځان سره مرګ‌ژوبله هم لري.

افغانستان د اوسپنې، مسو، سرب، جست، سرو زرو، سکرو او قیمتي ډبرو په ګډون بېلابېلې طبیعي زېرمې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *