رویټرز راپور ورکړی، چې پاکستان د سعودي عربستان د ځمکنۍ دفاع او د توغندیزو او بېپیلوټه بریدونو د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته د ۳۰ زرو او ۴۰ زرو ترمنځ عسکر استولي دي.
د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونه د سعودي عربستان پر پولو ځای پر ځای شوي، خو اسلاماباد تر اوسه یمن ته د جګړهییزو عملیاتو لپاره د خپلو سرتېرو د استولو پرېکړه نه ده کړې.
رویټرز د سیمهییزو او لوېدیځو چارواکو له قوله ویلي، چې سعودي عربستان د ایران پلوه حوثیانو پر ضد په یمن کې د پراخو پوځي عملیاتو د پیل احتمال ارزوي. د احتمالي عملیاتو له موخو څخه د بابالمندب ستراتیژیک تنګي بېرته کنټرولول هم یاد شوي دي.
راپور زیاتوي، چې امریکا او ځینې نور متحد هېوادونه د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې د استخباراتي معلوماتو او پوځي تجهیزاتو له لارې ملاتړ کوي.
