نړۍ

په پاکستان کې د امنیتي پېښو له امله د تلفاتو کچه ۸۳ سلنه لوړه شوې

د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز وايي، د ۲۰۲۶ کال په درېیمه ربع کې په دغه هېواد کې د وسله‌والو فعالیتونو او پوځي عملیاتو له امله د تلفاتو کچه د دویمې ربعې په پرتله ۸۳ سلنه لوړه شوې ده.

دغه مرکز په خپل نوي راپور کې ویلي، چې په دې موده کې په ټول پاکستان کې ۳۸۵ امنیتي پېښې ثبت شوې، چې له امله یې لږ تر لږه یو زر او ۴۱۵ کسان وژل شوي او ۵۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، بلوچستان د امنیتي پېښو او تلفاتو له پلوه تر ټولو ډېر اغېزمن شوی ایالت دی. په دغه ایالت کې ۱۸۶ پېښې ثبت او ۸۲۹ کسان وژل شوي دي.

په پښتونخوا کې بیا په ۱۷۳ امنیتي پېښو کې ۵۵۶ کسان وژل شوي او ۳۷۶ نور ټپیان شوي دي.

د یاد مرکز په وینا، بلوچستان او پښتونخوا په ګډه د درېیمې ربعې د ټول پاکستان د امنیتي تلفاتو ۹۸ سلنه جوړوي.

راپور زیاتوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې له دویمې ربعې څخه درېیمې ربعې ته د تاوتریخوالي دغه زیاتوالی تر ټولو لوړ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *