نړۍ

که ایران د امریکا غوښتنې پوره نه کړي، ټرمپ پر تهران د ډېر سخت اقدام ګواښ وکړی

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د ممکنه پوځي اقداماتو ګواښونه جاري ساتلي، که تهران د هغه غوښتنې د اتومي غني‌سازي، بالستیک توغندیو او نورو امنیتي مسئلو په اړه ونه مني.

ټرمپ د اسراییلي رسنۍ ١٢ چینل سره په خبرو کې ویلي: “یا موږ یوې هوکړې ته رسېږو، یا موږ باید ډېر سخت اقدام وکړو.”

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د ایران د امنیت مشر علي لاریجاني د عمان د سلطان هیثم بن طارق سره د تېرو اوونیو د امریکا–ایران خبرو پایلې څېړي.

وروستیو اونیو کې، ټرمپ په سیمه کې د امریکا پوځي ځواک زیاتوالی روښانه کړی، چې د USS Abraham Lincoln الوتکې وړونکی بېړۍ پکې شامله ده. اکسیوس راپور ورکړی، چې ټرمپ د منځني ختیځ لپاره د دویمې الوتکې وړونکې بېړۍ د لېږلو په اړه هم غور کوي.

دغه پوځي جوړښت د ایران پر وړاندې د احتمالي امریکايي برید وېره راپورته کړې او شنونکي وایي، چې دا به د سیمې ثبات ته زیان ورسوي. امریکا خپلو تجارتي بېړیو ته لارښوونې ورکړې، چې د ایران له سرحدي اوبو “هر څومره چې ممکن وي” لرې پاتې شي.

د جنورۍ میاشتې راهیسې، ټرمپ د ایران پر وړاندې فشار زیات کړی او ویلي یې دي، چې د امریکا پوځ “چمتو او بار شوی” دی. هغه د ایران وضعیت د وینزویلا له وضعیت سره پرتله کړی، چې د جنورۍ په ۳مه د امریکا پوځي عملیاتو پر مهال ولسمشر نیکولاس مادورو ونیول شو.

ټرمپ د جنورۍ په ۲۸مه پر ټولنیزو رسنیو لیکلي: “لکه د وینزویلا په څېر، د امریکا پوځ چمتو دی، حاضر دی او توان لري، چې خپل ماموریت په چټکۍ او ځواک سره بشپړ کړي. هیله لرم ایران ژر ‘میز ته راشي’ او عادلانه هوکړه وکړي.”

د تیرې میاشتې په پای کې، د ټرمپ ادارې ایران ته درې مهمې غوښتنې وړاندې کړې، چې بکې د یورانیم غني‌سازي پای، له سیمه‌ییزو نیابتي ځواکونو اړیکې پرې کول او د بالستیک توغندیو ذخیره محدودول شامل دي.

ټرمپ ویلي، چې ایران باید د دې غوښتنو سره موافقه وکړي او د نه کولو په صورت کې به “احمقانه” وي.

ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې د ۲۰۱۵م کال هوکړه لغوه کړه، چې د ایران د اتومي فعالیتونو محدودیتونه یې ټاکلي وو. د دویمې دورې له پیل راهیسې، هغه د سخت فشار کمپاین بیا پیل کړی، چې سخت بندیزونه او د ایران د اتومي پروګرام د محدودولو غوښتنې پکې شاملې دي. ایران وايي، دا پروګرام د ملکي انرژۍ لپاره دی.

تېر جون کې، ټرمپ د ایران پر درې اتومي تاسیساتو پوځي برید اجازه ورکړه، چې د ایران او اسراییلو ترمنځ د ۱۲ ورځو جګړې برخه وه.

په همدې وخت کې، په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو څپه راپورته شوه، چې په نتیجه کې زرګونه کسان ووژل شوه، امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او انټرنېټ یې ورباندې بند کړ . ټرمپ د جنورۍ په ۲مه ویلي وو، چې د مظاهره کوونکو ملاتړ ته حاضر دی، خو وروسته یې عملي اقدام ونه کړ.

شنونکي وایي. چې د ایران پر ضد وړاندیز شوي بریدونه به د مظاهره کوونکو سره لږ مرسته وکړي، خو د امریکا او اسراییلو اوږدمهاله هدف سره سمون لري، چې د ایران پوځي ظرفیت محدود کړي. تهران تور لګوي، چې مظاهرې په وسله والو بریدونو او د امنیتي ځواکونو وژنو سره مل وې او بهرني ځواکونه لکه امریکا او اسراییل یې ملاتړ کوي.

دا وضعیت د امریکا دننه هم پراخ مخالفتونه راپورته کړي دي. د جنورۍ په ۲۹مه، د کانګرس څو سناتورانو د جګړې واک محدودولو دیل وړاندې کړ، چې د امریکا پوځ د ایران پر وړاندې د کانګرس د جواز پرته ونه کارول شي. د یاد بدیل ملاتړ ۲۵ مدني ټولنو وکړ.

شنونکي وایي، د ایران پر ضد د جګړې د بندیز لپاره کانګرس ته خنډونه شته، خو تېرو کلونو کې کانګرس ورته ګامونه اخیستي، که څه هم ټرمپ یې رد کړی. د دوی په وینا، د ایران سره د نوې جګړې ویرې د کانګرس فشار له لارې د ډیپلوماسۍ لارې پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *