د خیبر پښتونخوا روغتیایي چارواکو ویلي، د پېښور ۳۰۰ بستره ماشومانو تخصصي روغتون د مالي ستونزو له امله لا هم نه دی پرانیستل شوی.
د چارواکو په وینا، که ایالتي حکومت ژمنه شوې دوه میلیارده روپۍ راتلونکې میاشت ورنه کړي، د روغتون د فعالېدو بهیر به لا نور هم وځنډېږي.
روغتیايي کارپوهان وایي، دا روغتون به د ماشومانو د تخصصي درملنې په برخه کې مهمه تشه ډکه کړي او د روغتیايي خدماتو په ښه والي کې به اغېزناک رول ولري.
دا په داسې حال ده، چې د پښتونخوا پر شتمنه خاوره لا هم خلک د معیاري روغتیایي خدماتو سربېره د ژوند د ډېرو اسانتیاوو څخه بې برخې دي.
