نړۍ

اسماعیل بقایي: د ایران پر وړاندې د اروپایي ټولنې دریځ دوه مخی او سیاسي دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې د اروپایي ټولنې هغه بیان، چې ایران یې د امریکا د “تیري” پر وړاندې د دفاعي اقداماتو په تور تورن کړی، یو اړخیز او دوه مخی دریځ دی.

نوموړي ویلي، اروپایي ټولنه د انساني او اخلاقي معیارونو په اړه “انتخابي غصه” ښيي او دا ډول دریځ یې ناسم او بې‌مسؤلیته دی.

بقایي ټینګار کړی، چې ایران د نړۍوالو قوانینو له مخې حق لري د ځان دفاع وکړي، په ځانګړي ډول د هغو بریدونو په وړاندې چې د هغه په وینا د امریکا له لوري د ګاونډیو هېوادونو له پوځي اډو څخه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې، د ایران بریدونه د هغو ځایونو او وسایلو پر ضد ترسره کېږي، چې د ایران پر وړاندې د “غیرقانوني حملو” لپاره کارول کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي، چې هېوادونه قانوني مکلفیت لري او اجازه باید ورنه کړي، څو د دوی خاورې یا شتمنۍ د نورو هېوادونو پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *