په جرمني کې مېشتو افغان کډوالو د برلین په ښار کې د لاریون پر مهال د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه غندلي او د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د زده کړو د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه لاریون وروسته له هغې ترسره شوی، چې جرمني په دې وروستیو کې د طالبانو د ادارې یو ډیپلومات ومانه. لاریونوالو او د بشري حقونو فعالانو دا اقدام تر نیوکې لاندې راوستی او ویلي یې دي، چې د طالبانو د استازو منل د داسې حکومت مشروعیت پیاوړی کوي چې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو له امله له نړۍوالو نیوکو سره مخ دی.
ګډونوالو همداراز د هغو راپورونو په اړه اندېښنه وښوده، چې ښايي اروپایي ټولنه د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع په تړاو د خبرو لپاره د طالبانو یو پلاوی بروکسل ته وبولي. دوی له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو پر ځای د بشري حقونو او ډیموکراتیکو ارزښتونو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.
د مدني ټولنې فعالان خبرداری ورکړی دی، چې له طالبانو سره د نړۍوال تعامل زیاتوالی به پر افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو د لا پراخېدو لامل شي او د بشري حقونو د ساتنې نړۍوالې هڅې به زیانمنې کړي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه محرومې کړې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د اټکل له مخې، د نجونو پر زده کړو دوامداره بندیز افغانستان ته هر کال شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالر اقتصادي زیان رسوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د نږدې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت لامل کېدای شي.
