اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې د امریکا او ایران مذاکره کوونکي د وروستۍ درې میاشتنۍ جګړې د اوربند د ۶۰ ورځو لپاره د غځولو پر یوه لومړني توافق سلا شوي او هممهاله یې د اټومي پروګرام خبرو د پیل لپاره چوکاټ هم ټاکلی دی.
د راپور له مخې، دغه توافق لا وروستی شوی نه دی او عملي کېدل یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تایید سره تړاو لري.
یو امریکايي چارواکي چې د مذاکراتو له بهیر څخه خبر دی ویلي، دا تفاهم په داسې حال کې رامنځته شوی چې د دواړو لورو ترمنځ نازک اوربند په وروستیو ورځو کې څو ځله نقض شوی او په سیمه کې پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
یوازې یوه ورځ وړاندې کویټ اعلان کړی و چې د ایران له لوري توغول شوي توغندي یې شنډ کړي دي.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ دغه اقدام «د اوربند جدي سرغړونه» بللې ده.
راپورونه وایي، واشنګټن او تهران په وروستیو اوونیو کې د محدودو بریدونو، بېپیلوټه عملیاتو او متقابلو ځوابي بریدونو ترڅنګ ډیپلوماتیک تماسونه هم ساتلي دي.
امریکا ویلي چې د مذاکراتو هدف د هرمز تنګي بېرته پرانیستل او د ایران د اټومي پروګرام مهارول دي، خو ایران د بندیزونو د لغوه کېدو او د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
سره له دې چې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړل شوی، خو سپینې ماڼۍ تر اوسه د دغه توافق د وروستي تایید په اړه پرېکړه نه ده کړې.
ځینو امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د ټرمپ تر لاسلیک مخکې هېڅ توافق رسمي نه ګڼل کېږي.
