العربیه رسنۍ د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ایران هوکړه کړې خپل غني شوي یورانیم چین ته انتقال کړي، څو دغه مواد د امریکا له لاسرسي لرې وساتل شي.
د سرچینو په وینا، تهران تر هغې مخکې چې له واشنګټن سره وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، غواړي له چین څخه لازم تضمینونه ترلاسه کړي.
راپور زیاتوي، چې ښایي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هم دوحې ته سفر وکړي.
په همدې حال کې، د ایران جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ترڅنګ، د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر شي جين پینګ په بیجینګ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي.
د چین رسمي خبري اژانس «شینهوا» ویلي، چې دغه لیدنه وروسته له هغې ترسره شوه چې شهباز شریف په همدې ورځ د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره خبرې وکړې.
العربیه ته سرچینو همداراز ویلي، چې عاصم منیر د شهباز شریف او د چین د لومړي وزیر په غونډه کې ګډون درلود او اسلاماباد ټینګار کوي، چې بیجینګ باید د ایران او امریکا ترمنځ په هر احتمالي تړون کې د ضامن رول ولوبوي.
پاکستاني تلویزیون هم د دغو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې عاصم منیر، چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو مهم مذاکره کوونکی بلل کېږي، د شهباز شریف په مشرۍ چین ته سفر کړی څو له چینايي ډیپلوماټانو سره خبرې وکړي.
